1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښځو سره دتشدد دمخنيوي له پاره د اروپايي ټولني نوې مقرارات

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په اروپايي ټولنه کي به له ښځو سره د جنسي او کورنی تاوتریخوالي پر وړاندي په ټولو غړو هیوادونو کي په یوشان او شدیده توگه مبارزه وسي. خو په دغه قانون کي یوه مقرره له پامه غورځول سوې ده.

https://p.dw.com/p/4fawN
يوه مېرمن د ښځو له پاره په امن کور کي
يوه مېرمن د ښځو له پاره په امن کور کيانځور: Peter Steffen/dpa/picture alliance

ښځي باید په راتلونکې کي په ښه ډول له زورزیاتیو څخه وساتلي سي. د اروپايي ټولني غړو هیوادونو د سې شنبې په ورځ په دې هکله خپله وروستۍ پریکړه تصویب کړه چي په راتلونکې کي به په اروپايي ټولنه کي له ښځو سره د جنسي او کورني تاوتریخوالي پر وړاندي یو ډول او شدیده مبارزه وسي.

په یوه بیان کې راغلي دي چي د تاوتریخوالي د دغو اعمالو پر وړاندې پرېکړنده اقدام د ښځو او نارینه وو ترمنځ د برابرۍ او له توپیره پرته د ارزښتونو او اساسي حقونو د تامین له پاره ضروري دی.

د دغو مقرراتو د عملي کولو له پاره د اروپايي ټولني شورا موافقه، وروستی ضروري اقدام بلل کیدی. په دغه قانون کي د نورو ترڅنگ دولتونو ته سپارښتنه کیږي چي د ښځو د ختنه کولو، په جبري توگه د هغوی د ودولو، سایبري زورزیاتیو، د مثال په ډول له خوښي پرته د هغوی د شخصي تصویرونو د خپرولو پیښې باید مجازات کړای سي.

علاوه پردې باید اغیزمني سوي ښځي د هغوی له پاره امن کورونو ته لاس رسی ولري. د غړو هیوادونو چارواکي باید په راتلونکي کي عام محضر دې ته متوجه کړي چي له توافقه پرته جنسي اړیکو ته د یوه جرم په سترگه کتل کیږي. 

پر دغه قانون باندي انتقاد دادی چي د اروپايي ټولني په کچه د جنسي تیري په هکله کوم معیار نه دی ټاکل سوی. د اروپايي ټولني پارلمان د دغه ډول یوه معیار غوښتنه وکړه چي له مخي یې باید له هر ډول جنسي اړیکو سره موافقه ترسره سوې وي.

یعني د نه ویل د نه په معني دي. خو د آلمان په گډون د اروپايي ټولني ډېرو هیوادونو دغه ډول مقرره بنده کړه.

مخکي له دې څه د پاسه سلو تنو مشهورو ښځو په یوه پرانیستي لیک کي د جرمني د عدلیې له وزیر څخه وغوښتل چي دغه بندیز لیري کړي. 

د اروپايي ټولني د هیوادونو تر منلو وروسته اوس باید دغه نوي مقررات د اروپايي ټولني په رسمي جریده (مجله) کي خپاره سي، ترڅو هغوی عملي کړای سي. په دې ډول غړي هیوادونه درې کاله وخت لري چي هغه د ملي قوانینو په چوکاټ کي عملي کړي.

جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟

GP/NZ/AG