1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

اسرائیل: د رفح بندر د فلسطیني غاړې کنترول مو ترلاسه کړ

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ځواکونو یې له مصر سره د غزې تړانګې په سرحد کې د رفح بندر د فلسطیني غاړې «عملیاتي کنترول» په خپل لاس کې نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4fagP
Nahostkonflikt | Israelische Armee meldet Einnahme von Grenzübergang Rafah
انځور: Israeli Army/AFP

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د اسرائیل پوځ د ټانکونو ۴۰۱ قطعه د سه شنبې (د می میاشتې ۷ نیټه) په سهار د رفح سرحدي بندر ته داخله شوې ده.

د دغې اعلامیې پر اساس، ځانګړي ځواکونه د سیمې د بررسۍ په حال کې دي او عملیات په خاص ډول د رفح په ختیځه برخه کې د تیرې شپې راهیسې پيل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي: «اوس زموږ ځانګړي ځواکونه سیمه ارزوي... موږ د سیمې او سرحدي پولو عملیاتي کنترول په خپل لاس کې نیولی دی.»

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي دي چې د اسرائیل او غزې تړانګې ترمنځ د کرم شالوم سرحدي پوله د سه شنبې په ورځ د امنیتي دلایلو له کبله په موقت ډول وتړل شوه او کله چې امینتي وضعیت اجازه ورکړي، بیرته به پرانیستل شي.

د اسرائیل پوځ یوه ویډیو خپره کړې ده چې لیدل کیږي یو ټانک د رفح بندر ته رسیږي. په دې ویډیو کې هیڅ بل کس یا نقلیه وسیله نه تر سترګو کیږي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل په رفح کې یې «هدفمند بریدونه» ترسره کړي او د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د حماس د ۲۰ جنګیالیو د وژلو او درو تونلونو د کشفولو خبر ورکړی دی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب